کندهار کې د کابل بانک مخې ته چاودنې تلفات اړولي
د افغانستان کندهار ولایت کې نن سهار د نوي کابل بانک ته څېرمه د چاودنې له امله سیمه ییزو رسنیو د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، په کندهار کې د کابل بانک مخې ته چاودنه تائید کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ندي ویلي.
خو د کندهار میرویس حوزوي روغتون څخه خبریال ویب پانې ته یو شمېر باوري سرچینو ویلي؛ د پېښې له ځایه ۳۰ جسدونه دوی ته ور وړل شوي.
بلخوا ازادۍ راډیو ته د میرویس روغتون سرچینې په یاده پېښه کې د څلور تنو د وژل کېدو او ۲۵ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی.
بل لورته د کندهار ولایت ځایي مسؤلین وایي چې په پېښه کې څو تنه ټپیان شوي؛ خو په اړه یې له زیاتو جزیاتو ډډه کوي.
ویل کیږي د چاودنې په سیمه کې طالبانو له کابل بانک څخه معاشونه تر لاسه کول چې پېښه رامنځ ته شوه.