Mar 22, 2024 04:12 Asia/Kabul
  • داعش ډلې د کندهار بم چاودنه کړي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی داعش ټروریسټي ډلې د افغانستان د کندهار د پروني ځانمرګي برید مسولیت ومانه.

 دې ډلې ویلي چې دغه برید دوی کړی او طالب مسولانو ته یې مرګ ژوبلې پکې اړولې ده.

دغه راز د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په دشت برچي سیمه کې پرون کومه چاودنه نه ده شوې.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل د کابل په دشت برچي سيمه کې هېڅ ډول چاودنه نه ده شوې.

 د څلورمې حوزې اړوند سيمه کې بیګا ماښام ناوخته د سړک پر سر یو کوچنی انفجار شوی چې الحمدالله هېڅ ډول ځاني او مالي تلفات نه لري او د بررسي ټيم هڅه کوي چې د چاودنې نوعیت معلوم کړي"

د طالبانو حکومت ځايي چارواکي‌ وايي پرون  د کندهار د لومړۍ امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې د کابل بانک مخې ته یو ځانمرګی برید په داسې حال کې شوی چې یو شمېر خلک له بانکه د پیسو ایستلو ته منتظر وو.

د کندهار امنیه قومندانۍ لخوا په دې تړاو خپاره شوي بیان کې راغلي‌ چې په دغه برید کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

خو روغتیايي‌ سرچینو په دې پېښه کې د ۲۱ کسانو د وژل کېدو او ۵۱ نور د ټپي‌ کېدو پخلی کړی دی.

خو د کندهار د امنیه قومندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې دغه برید د  يوه ځانمرګي خوارج له خوا چې اشاره یې داعش ډلې ته وه شوی دی.

د طالبانو حکومت د "خوارجو" اصطلاح  داعش ډلې ته کاروي.

داعش په افغانستان کې واک ته د طالبانو له ګراځېدو راوروسته د ځینو خونړیو ځانمرګو او نورو بریدونو مسوولیت منلی دی.

دې ډلې د ۲۰۲۱ کال اکتوبر کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا دوه میاشتې وروسته په همدغه کندهار کې د شیعه مسلمانانو  پر یوه جومات د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت ومانه چې ۴۷ کسان پکې وژل شوي او نږدې ۶۰ نور ټپيان شوي وو.

کندهار طالبانو ته ځانګړی معنوي او ستراتېژیک اهمیت لري او مشر یې مولوي هیبت‌الله اخوندازده اوس هم په همدغه ولایت کې اوسي.

دا برید داسې مهال داعش ته منسوبېږي چې طالبانو تر دې مخکې په وار وار افغانستان کې د دې ډلې د ځپلو او لمنځه وړولو ادعا کړې ده.

په ځینو رپوټونو کې ویل شوي چې په دغه برید کې د طالبانو حکومت اړوند کسان په نښه شوي، چې د تنخواګانو اخیستلو لپاره بانک ته ورټول شوي وو.

خو د کندهار امنیه قومندانۍ بیا ویلي،‌ دا چې دغه پېښه په یوه ملکي ځای کې شوې نو ډېر قربانیان یې عام هېوادوال دي.

د امنیه قومندانۍ اعلامیه کې د میرویس روغتون د چارواکو په حواله د ټپيانو وضعیت د ډاډ‌ وړ بلل شوی دی.

د طالبانو حکومت دا هم ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

په کندهار کې پرونی  برید په پراخه کچه غندل شوی دی.

د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزي پر خپلې اېکس پاڼې باندې یوه پیغام کې لیکلي چې دا چاودنه په کلکو ټکو غندي اوهغه یو غیر اسلامي او بشري ضد عمل  بولي.

هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي‌ هم ښودلې ده.‌

د افغانستان د ملي مصالحې عالي‌شورا مخکیني رییس ډاکتر عبدالله هم پر خپله خوله رسنۍ لیکلي چې "د روژې په مبارکه میاشت کې دغه ډول ترهګریز بریدونه چې ملکي خلک شهیدان او ټپیان کوي، جنایت او د ټولو قوانینو او اصولو خلاف عمل یې بولم."

د طالبانو په حکومت کې کورنیو چارو وزارت بیا به یوه بیان کې د دغه برید د غندلو ترڅنګ ډاډ ورکړي چې "عاملین به یې په هر ځای کې چې وي، پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي."

 

ټیګونه