په هرات کې یو تنکی ځوان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i148020-په_هرات_کې_یو_تنکی_ځوان_وژل_شوی
په هرات کې ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو تنکی ځوان په ډېر بې‌رحمه ډول وژل شوى دى.
(last modified 2024-03-22T08:02:38+00:00 )
Mar 22, 2024 12:31 Asia/Kabul
  • په هرات کې یو تنکی ځوان وژل شوی

په هرات کې ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو تنکی ځوان په ډېر بې‌رحمه ډول وژل شوى دى.

د افغانستان هشت صبح ورځپاڼې لیکلي: دا پېښه نن جمعه د وري پر ۳مه د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په تورغونډۍ ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ وژل شوی هلک مسعود شپاړس کاله عمر درلوده چې سر یې له تنې جلا شوی دی.

تراوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه ده معلومه.

په هرات کې طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

په دې وروستيو کې د هېواد په لوېديځو ولايتونو کې جنايي پېښې په بې‌ساري ډول زياتې شوې دي.

په تاره پېښه کې چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه دوه کسان د چړو او تبرګیو په ګوزارونو وژل شوي وو.