په هرات کې یو تنکی ځوان وژل شوی
Mar 22, 2024 12:31 Asia/Kabul
په هرات کې ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو تنکی ځوان په ډېر بېرحمه ډول وژل شوى دى.
د افغانستان هشت صبح ورځپاڼې لیکلي: دا پېښه نن جمعه د وري پر ۳مه د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په تورغونډۍ ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
د دوی د معلوماتو له مخې؛ وژل شوی هلک مسعود شپاړس کاله عمر درلوده چې سر یې له تنې جلا شوی دی.
تراوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه ده معلومه.
په هرات کې طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په دې وروستيو کې د هېواد په لوېديځو ولايتونو کې جنايي پېښې په بېساري ډول زياتې شوې دي.
په تاره پېښه کې چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه دوه کسان د چړو او تبرګیو په ګوزارونو وژل شوي وو.
ټیګونه