په ننګرهار کې تاوتریخوالی؛ څلور تنه وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i148034-په_ننګرهار_کې_تاوتریخوالی_څلور_تنه_وژل_شوي
چارواکي وایي، د افغانستان ننګرهار ولایت کې په دوو جلا پېښو کې د درې میرمنو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
(last modified 2024-03-22T22:25:01+00:00 )
Mar 23, 2024 02:52 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې تاوتریخوالی؛ څلور تنه وژل شوي

چارواکي وایي، د افغانستان ننګرهار ولایت کې په دوو جلا پېښو کې د درې میرمنو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ څخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې تېره شپه د جلال اباد ښار اتمې حوزې په سیمه کې یو کس خپله میرمن، انګور او زوی په ډزو سره وژلي دي.

د اعلامیې له مخې؛ د یادې قضیې قاتل له سیمې څخه تښتیدلی وو، چې وروسته د دوی د ځواکونو له لورې ونیول شو.

د یو بل خبر له مخې؛ تېره ورځ د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې یوې میرمنې ځان کوهي ته غورځولی او مړه شوې ده.

د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ پرون ویلي؛ چې یادې میرمنې عصبي تکلیف درلود او له همدې امله یې کوهي ته ځآن غورځولی دی.

په وروستیو کې د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي او نورو جنایي پېښو کې د مرګ ژوبلې شمېره زیاته شوې ده.