د طالبانو سرپرست حکومت مسکو کې پر یوه کنسرت برید غندلی راپور دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو سرپرست حکومت د روسیې په پلازمینه مسکو کې په یوه کنسرت باندې برید چې سلګونو تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو غندلی او هغه یې «ترهګري» بللې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ایکس پاڼه کې ویلي چې دا برید د بشري حقونو له ټولو معیارونو ښکاره سرغړونه ده.
یاد وزارت ویلي، داعش، چې په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې یې هم ملکي وګړي په نښه کړي، یو ځل بیا وښودله چې دا د استخباراتي کړيو په لاس کې یوه ډله ده چې هدف یې د اسلام بدنامول او ټولې سیمې ته ګواښ رامنځته کول دي.
عبدالقهار بلخي وايي د سیمې هېوادونه باید د دې ډول پېښو په وړاندې چې د سیمې د بې ثباتۍ لامل کېږي، روښانه او قاطع دریځ غوره کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په مسکو کې ټروریسټي برید غندلی دی.
د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزی پر ملکي وګړو هغه تروريستي بريد چې په پايله کې يې د دغه هېواد يو شمېر اتباعو ته مرګ ژوبله واوښته، په کلکه غندي.
د راپورونو له مخې د مسکو په يو کنسرت کې د جمعې د ورځې په برید کې ۱۱۵ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي.
داعش ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.