د افغانستان ډیرې صادرات او واردات د چابهار بندر له لارې ترسره کیږي راپور په ګډه اورو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي اوسمهال د هېواد ډېری صادرات او واردات د ایران د چابهار بندر له لارې کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي افغانستان په دې برخه کې سل په سلو کې پر کوم ګاونډي هېواد تکیه نه لري.
د هغه په وينا، اوسمهال د هېواد ډېرى صادرات او واردات د ايران د چابهار بندر له لارې کېږي.
ښاغلي اخندزاده زیاته کړه سرپرست حکومت د مختلفو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړي او د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو د موندلو په لټه کې دي.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونی مرستيال خانجان الکوزی هم وايي، چې اوسمهال افغانستان خپل ډيری صادرات او واردات د ایران د بندرونو له لارې ترسره کوي.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې غواړي له پاکستان څخه صادرات او واردات کم کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سوداګرو وغوښتل چې د هغو بندرونو له لارې چې زیاتې اسانتیاوې ولري خپل توکي وارد او صادر کړي.
دا په داسې حال کې دهچې د چارواکو په وينا پاکستان تل د افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې ستونزې جوړوي او په يوه او بله بهانه د سوداګرو پرمخ لاړې بندوي.
خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي د نویو ترانزیتي لارو په لټه کې دي څو د صادراتو او وارداتو په لاره کې پراته خنډونه له منځه یوسي.