قزاقستان له افغانستان سره تجارت تر درې برابره زیاتوي
(last modified Fri, 07 Jun 2024 08:29:21 GMT )
Jun 07, 2024 12:59 Asia/Kabul
  • قزاقستان له افغانستان سره تجارت تر درې برابره زیاتوي

له تورلیسټه د طالبانو ډلې د ویستلو لپاره  د قزستان  د حکومت په اقدام پسې ددغه هیواد مرستیال لومړي وزیر  ووئیل، قزاقستان له افغانستان سره  تجارت له یو میلیارډ ډالرو تر درو میلیارډ ډالرو ته رسوي.

تسنیم خبری آژانس راپور راکړ،د قزاقستان مرستیال لومړي وزیر سریک ژومانګارین  ددغه هیواد د پارلیمان د ناستې ترڅنګ خبریالانو ته ووئیلو قزاقستان نیّت لري،له افغانستان سره د خپلو تجارتي راکړو ورکړو سویه له یو میلیارډ ډالري ارزښته تر درو میلیارډ ډ الرو پورې ورسوي.

په داسې حال کې چې د قزاقستان حکومت په همداوروستیو کې طالبانو ډله  ددغه هیواد له ممنوعه لیسټه ویستلې ده ،ژومانګارین روښانه کړې ده،دغه هیواد په جدي توګه  له افغانستان سره  دتجارتي ملګرتیا لپاره هڅه کوي.

انټرفاکس  هم راپور ورکړی، د قزاقستان مرستیال  لومړي وزیر وئيلي دي ،دغه هیواد غواړي،  افغانستان سره  ته د غنمو، وړو او نورو اړونده محصولاتو صادرات زیات کړي.

 هغه همداراز روښانه کړې ده ، قزاقستان هڅه کوي د ترکمنستان له  لارې  د افغانستان له لویدیځ سره  لالنډه تجارتي لاره پرانیزي څو په دې توګه افغانستان ته د قزاقستان  صادرات   زیات شي. دمګړئ  قزاقستان  د ازبکستان له لارې له افغانستان سره راکړه ورکړه کوي.

 

ټیګونه