طالبان د کاسه ۱۰۰۰ پروژې پیلولو ته نزدې شوي دي
د افغانستان د برښنا شرکت اجراییه رییس د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار د پیل لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه کندوز ته سفر کړی او د دغه ولایت له چارواکو سره یې نظرونه شریک کړي دي.
د فارس خبري آژانس د افغانستان د برخې په لیکنه، بریښنا شرکت د کاسا_۱۰۰۰ پروژې د پیل لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه قندوز ته د دغه شرکت د اجراییوي رییس محمد حنیف حمزه د سفر خبر ورکړی دی.
محمد حنیف حمزه د دغه سوداګریز سفر په ترڅ کې له سیمه ییزو چارواکو سره لیدلي او نظرونه یې تبادله کړي دي. CASA-1000 پروژه د منځنۍ اسیا د برښنا بازار یوه ستره زیربناده.
د دغې پروژې د بريښنا د ليږدونې ظرفيت له ١٣٠٠ ميګاواټو سره برابر دى او د دغې پروژې د جوړولو لګښت له يو ميليارد ډالرو څخه زيات اټکل شوى چې نيمايي يې د نړيوال بانک له خوا ورکول کيږي.