د افغانستان د خلکو څلورمه برخه خوراکي توکو ته اړتیا لري
Jun 12, 2024 11:02 Asia/Kabul
ډبلیو ایف پي ویلي چې د افغانستان له څلورمې برخې څخه زیات نفوس یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د خوړو له اړخه خوندیتوب ښه شوی، خو بیا هم؛ دا هېواد ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ ویلي چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په دغه هېواد کې سلګونه زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په افغانستان کې خوراکي توکو ته لاسرسی هم خورا سخت شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په راتلونکو دولسو میاشتو کې نږدې نیمايي ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي او څلورمه برخه امیندواره او شیدې ورکوونکي ښځې خوراکي مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.
ټیګونه