د افغانستان روغتیایي وضعیت په اړه د بې پولو خبریالانو خبرداری
د بې پولو ډاکټرانو سازمان خبر ورکړی چې په افغانستان کې د روغتیا له برخې سره د دوامداره مرستو نشتون، د دې هېواد روغتیایي خدمتونو مرکزونه له جدي ګواښ سره مخ کړی
دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې روغتیايي مرکزونه د کارکوونکو د معاشونو د کمښت، د درملو، طبي وسایلو او سون توکو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.
د دې سازمان په وینا، د ماشومانو لپاره د ځانګړي پاملرنې مرکزونو سره د اوږد مهاله مرستو نشتون دوی هم زیانمن کړي دي.
د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې زیاته کړه، په افغانستان په ځانګړې ډول په بلخ ولایت کې د عامې روغتیا مرکزونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د مزارشريف حوزوي روغتون په بلخ ولايت کې يواځینی روغتون دی، چې د ګاونډيو ولايتونو ناروغانو درملنه هم په کې کیږي.
د بې سرحده ډاکټرانو په وینا، په افغانستان کې د ماشومانو پالنه په بحراني حالت کې ده او ځینې ماشومان د لرې واټنونو او یا هم طبي مرکزونو ته د ناوخته رسیدو له امله مړه کیږي.