د ریل پټلۍ پراختیا د افغانستان په پرمختګ کې مهم رول لری
د افغانستان د چارو کارپوهان وائي ، د افغانستان په پرمختګ کې د ریلي چارو پراختیا او پکې پانګونه ډیر مهم رول لوبلی شي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان د چارو کارپيژاندي د خواف هرات ریل پټلۍ او د کندهار –سپین بولدک د لارې پروژو ته په اشارې سره ټينګار کوي،د ریل پټلۍ اوریلی چارو پراختیا و پانګونه ددغه هیواد په اقتصادي پرمختګ کې ډیر مهم رول لوبوي.
د افغانستان د اقتصادي چارو یو کارپوه شمس الرحمن احمدزئ وائي، د ریل پټلۍ او ریلي چارو پراختیا یو مهم ګام دی ،باید له مینځنۍ آسیا سره د افغانستان مواصلاتي لارې رامینځةشي او ددغه هیواد عواید هم زیات شي.
له بل پلوه د افغانستان د معدنونو او صنائعو او پانګونې او د تجارتي کوټو مسئولان هم په دغه هیواد کې د ریلي پروژو د عملی کیدا پر چټکوالي ټينګار کوي. دوي وائي، چې د ؛افغان ټرانس؛ او نور و ټرانزیټي او تجارتي شیانو د کم لګښتي او زر منتقلونکو چارو دزمینه برابرونکو نورو پروژو په څير په افغانستان کې د ریل پټلۍ د پروژو اجرا به ددغه هیواد عایدات ډير ګټه ور او زیات کړي.
د افغانستان د پانګونې او تجارت د کوټې د مدیره پلاوي یوه مسئول خان جان الکوزي هم وئيلي دي، په سیمې کې له افغانستان پرته داسې هیڅ یو هیواد نشته چې ریل پټلۍ ونه لري ، هم ګاونډیان او هم د مینځنۍ آسیا هیوادونه ،د سارک موسیسې غړي او دغه راز نور زیاتره هیوادونه له ریل پټلۍ استفادې کوي.د افغانستان د عمومي فوایدو دوزارت ویندوي اشرف حق شناس هم طلوع چینل ته وئيلي دي، د هرات - خواف د ریل پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړنی او دوهم فیز د ودانۍ کار روان دی او په عین حال کې تر 96کلومیټرو اوږده د کندهار – سپین بولدک د لارې تفصیلي پلانونه، او د 67کلومیټري اوږده د ؛اند خوي – شبرغان لارې تفصیلي پروژه او دغه راز له مزارشریفه د پاکستان ترخرلاڅئ پورې 650کلومیټره اوږده افغان –ټرانس ریل پټلۍ پروژې تخینکی پلانونه ، د روان لمریز کال لپاره دریلي چارو د د وزارت په ایجنډا کې شامله ده.