د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ د کچې زیاتوالی
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په روان لمریز کال کې له افغانستان څخه ایران ته د صادراتو کچه شپاړس میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
د دغه وزارت ویاند په دې خبرپاڼه کې ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته د وارداتو ارزښت هم اووه سوه څلوېښت میلیونه ډالره دی.
د اخندزاده عبدالسلام جواد په وینا، دا مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د ودې ښکارندويي کوي.
په دې اعلاميه کې راغلي چې: "د څوارلس سوه درېیم لمريز کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه، د چنګاښ تر لسمې نېټې پورې، ايران ته د افغانستان صادرات، څه باندې شپاړس ميليونه ډالره او په همدې موده کې، له دغه هېواد څخه د وارداتو کچه اووه سوه څلوېښت ميليونه ډالره ده."
همدارنګه، د ایران د سوداګریزو چارو مسئولینو هم ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو کچه، یوسلو درویشت میلیونه ډالره زیاته شوې ده.
د سرپرست حکومت سوداګریز چارواکي، ایران د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې، یو مهم او ستراتیژیک ملګری ګڼي.