اوس مهال د افغانستان له ۱۳ ولایتونو څخه بهر ته صادرات کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150302-اوس_مهال_د_افغانستان_له_۱۳_ولایتونو_څخه_بهر_ته_صادرات_کېږي
د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، د صادراتي محصولاتو د پروسس د شپږ زونونو جوړولو ته په اشارې ویلي چې اوس مهال له ۱۳ ولایتونو بهر ته صادرات کېږي.
(last modified 2024-07-13T07:02:07+00:00 )
Jul 13, 2024 11:29 Asia/Kabul
  • اوس مهال د افغانستان له ۱۳ ولایتونو څخه بهر ته صادرات کېږي

د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، د صادراتي محصولاتو د پروسس د شپږ زونونو جوړولو ته په اشارې ویلي چې اوس مهال له ۱۳ ولایتونو بهر ته صادرات کېږي.

نوموړي ویلي، چې د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو او د سوداګریزو تعرفو د ښو کولو په موخه، له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې کوي.

د هغه په خبره، سرپرست حکومت د صادراتو د کیفیت ښه کېدو په موخه د هېواد د بندرونو معیاري کولو په اړه له یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره خبرې کوي.

ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او توازن په موخه، د پنځه کلن پلان د عملي کېدو خبر ورکړی دی.