ملګرو ملتو د افغانستان د برېښنا پر ځانبسیاینې نسخه وړاندې کړه
Aug 24, 2026 13:57 Asia/Kabul
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې د نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا د برېښنا له بحران څخه د افغانستان د وتلو لاره ده.
د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي چې نوي کېدونکې انرژي افغانستان ته د برېښنا د دوامدار لاسرسي لپاره حللاره ده.
افغانستان خپله ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي او دغه هېواد په کال کې یوازې د اصفهان د فولادو د تولیدي برېښنا په اندازه، یعنې زر مېګاواټه برېښنا تولیدوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام ویلي چې د لمر او باد په څېر د نوي کېدونکو انرژیو پراختیا په افغانستان کې برېښنا ته د لاسرسي د ښه کولو لپاره له تر ټولو عملي او دوامدارو حللارو څخه یوه ده.
#افغانستان
#برق
ټیګونه