په افغانستان کې د محرم په مراسمو د برید پلان شنډ شوی
المرصد رسنۍ چې د سرپرست حکومت له اصلي محتوا څخه شمېرل کېږي، ویلي چې په کابل کې یې د داعش د خراسان څانګې یو مهم مشر تر پېژندلو وروسته نیولی.
دې رسنۍ تېر ماښام یو خپور کړي خبر کې ویلي: د دې شبکې مشر یو افغان تبعه دی چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش له مهمو غړو څخه ګڼل کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د دغو کسانو د نیولو په موخه عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې له یوه پټنځای څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي.
ویل کیږي چې دغې ډلې د محرم په مراسمو د بریدونو پلان درلود.
دالمرصاد رسنۍ د دې خبر د رسمي سرچینو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم رسمي سرچینو په دې اړه څه خپاره کړي.
طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د داعش ترهګره ډله له منځه تللې او دا ډله په دغه هیواد کې هیڅ موثره مرکز او فعالیت نلري.