طالبان: افغانستان کې د داعش، القاعده او پاکستاني طالبان شتون نلري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150340-طالبان_افغانستان_کې_د_داعش_القاعده_او_پاکستاني_طالبان_شتون_نلري
د سرپرست حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور بې بنسټه دی او په دغه هېواد کې داعش، القاعده او پاکستاني طالبان شتون نلري.
(last modified 2024-07-14T07:27:07+00:00 )
Jul 14, 2024 11:48 Asia/Kabul
  • طالبان: افغانستان کې د داعش، القاعده او پاکستاني طالبان شتون نلري

د سرپرست حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور بې بنسټه دی او په دغه هېواد کې داعش، القاعده او پاکستاني طالبان شتون نلري.

ذبیح الله مجاهد د افغانستان له داخلي شبکو سره په خبرو کې ویلي، چې د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېسیون وروستی راپور د دغه هېواد د اوسنیو واقعیتونو پر بنسټ نه شي کېدای.

مجاهد ویلي چې په راپور کې د داعش، القاعده او پاکستاني طالبانو د شتون یادونه شوې، په داسې حال کې چې له دغو ډلو څخه یې هیڅ یوه هم په افغانستان کې شتون نه لري.

نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو، چې د دا ډول راپورونو خپرول د دوی پر حکومت د فشار راوړلو په موخه ترسره کېږي او سیاسي اړخ لري چې هیڅ حقیقت په کې شتون نلري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمیسیون د تېرې چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان د القاعدې او داعش په څېر ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی دی.