په افغانستان کې د حسینی بیرغونو بې احترامي کونکي ۳کسان ونیول شول
(last modified Wed, 17 Jul 2024 07:57:43 GMT )
Jul 17, 2024 12:27 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د حسینی بیرغونو بې احترامي کونکي ۳کسان ونیول شول

د افغانستان په کابل کې د طالبانو د حکومت امنیتی ځواک درې هغه کسان نیولي چې د محرم  په شپو ورځو کې ئې د عزادارۍ د بیرغونو د بې احترامئ تورونو سره مخ  وو.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، په کابل کې امنیتی ځواک په یوې خبرتیا کې وئيلي دي،د محرم د عزادارۍ د بیرغونو د بې احترامي کونکو عوامل د طالبانو امنیتی ځواک پيژندلو وروسته نیولي او پلټنې ورڅخه روانې دي.

د  طالبانو امنیتي ځواک د یوې ویډیوئي کلیپ په خپرولو سره  ټينګار کړی دی ،دکابل ښار په شپږمې ناحیې کې ئې درې کسان نیولي دي.

ددغو ویډیو په اساس، دغه کسان دعزادارۍ بیرغونه له لیرې کولو ورسته شلوي او  په مذهبی تاؤتخریوالي پسې دي چې بلاخره نیول کیږي.

تیره اونۍ په کابل او هرات ښارونو کې په ټولنیزو چینلونو کې په دې ځيني انځورونه خپرۀ شوي چې یو شمیر طالبان ډوله کسان دعزادارۍ بیرغونه شلوي او تاؤتریخوالی رامینځةکوي. له دېمخکې د هرات د شیعه عالمانو د شورا مشر هم وئیلي وو،د محرم په شپو ورځو کې د دستورو  په ترسره کیدا کې هیڅ ډول  خنډ نشته، پردې اساس د عزادارۍ د بیرغونو له بې احترامۍ سره اړونده ځيني ویډیوئي کلیپونه شکمن دي.

 

ټیګونه