د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو د اورېدلو اټکل شوی
(last modified Fri, 19 Jul 2024 02:04:39 GMT )
Jul 19, 2024 06:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو د اورېدلو اټکل شوی

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن جمعه به د افغانستان په ۱۷ ولایتونو او همداراز سالنګونو کې بارانونه واوري.

دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په سالنګونو او همداراز ننګرهار، کابل، لوګر، بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د باران ترڅنګ د بادونو، تالندې، دوړو او سېلابونو وړاندوینه کوي.

د دې ادارې پر اساس، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته مرګ ژوبلې او تاوانونه واړول.

تر ټولو ډېره مرګ ژوبله یې په ننګرهار کې واړوله.

ټیګونه