افغانستان په ایران کښې هم د بریښنايي پيژندپاڼو ویش پيلوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150496-افغانستان_په_ایران_کښې_هم_د_بریښنايي_پيژندپاڼو_ویش_پيلوي
د طالبانو د احصائیو او اطلاعاتو د ادارې ویاند وویل چې په ایران، پاکستان او ترکیې کښې د الیکټرانک تذکرو د ویش د مرکزونو د پرانستلو لپاره یې کوششونه جاري دي.
(last modified 2024-07-19T23:28:31+00:00 )
Jul 20, 2024 03:55 Asia/Kabul
  • افغانستان په ایران کښې هم د بریښنايي پيژندپاڼو ویش پيلوي

د طالبانو د احصائیو او اطلاعاتو د ادارې ویاند وویل چې په ایران، پاکستان او ترکیې کښې د الیکټرانک تذکرو د ویش د مرکزونو د پرانستلو لپاره یې کوششونه جاري دي.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د طالبانو د حکومت د احصائیو او اطلاعاتو د ادارې ویاند «محمد حلیم رفیع» وویل چې دغه اداره د بریښنايي پیژندپاڼو د ویش په لړ کښې د کډوالو د ستونزو د هواري پروګرامونه اجرا کوي.

هغه زیاته کړه: ډیر زر به په ایران، پاکستان او ترکیې کښې د افغان کډوالو لپاره د بریښنايي تذکرو د جوړولو مرکزونه پرانستل شي.

رفیع څرګنده کړه چې په دې وروستیو کښې په متحده عرب اماراتو کښې د بریښنايي پیژندپاڼو د صادرولو مرکز پرانیستل شوی او په دغه هیواد کښې استوګنو افغان کډوالو ته د پيژندپاڼو د صادریدو بهیر روان دی.

هغه «آوا» خبري آژانس ته ویلي چې دمګړۍ په افغانستان کښې د بریښنايي تذکرو د ویش ۷۸ فعال مرکزونه موجود دي او هره ورځ کابو ۱۱ زره پیژندپاڼې ویشل کیږي.

په ایران کښې ډیر افغان کډوال وايي چې د الیکټرانک پيژندپاڼو د نه لرلو په وجه د پاسپورټ د نه صادریدو په شمول له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.