د چمن-سپین بولدک دروازه یو ځل بیا وتړل شوه
د پاکستان دولت د چمن له اوسېدونکو غوښتي و چې له دغې لارې د تګراتګ پرمهال باید ویزې او پاسپورټونه ولري.
د افغانستان د کندهار سیمهییزې سرچينې وايي چې د چمن-سپين بولدک دروازه له يوې ورځې خلاصېدو وروسته بېرته تړل شوې ده.
دغو سرچینو ویلي چې دا دروازه د چمن اوسېدونکو له ۱۰ میاشتني پرلت وروسته د یوې ورځې لپاره پرانيستل شوه.
سرچینې زیاتوي چې د پاکستان دولت دا دروازه له څو ساعتونو پرانیستلو وروسته بېرته وتړله.
د پاکستان دولت د چمن له اوسېدونکو غوښتي و چې له دغې لارې د تګراتګ پرمهال باید ویزې او پاسپورټونه ولري.
د چمن اوسېدونکو تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرته له وېزې او پاسپورټ تګ راتګ کاوه.
پاکستان وایی چی په دغه هیواد کې په وروستیو اکثرو ترهه ګرو حملو کې له افغانستانه ر اغلیو ترهه ګرو لاس درلودلې دې .