د چمن-سپین بولدک دروازه یو ځل بیا وتړل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150608-د_چمن_سپین_بولدک_دروازه_یو_ځل_بیا_وتړل_شوه
د پاکستان دولت د چمن له اوسېدونکو غوښتي و چې له دغې لارې د تګ‌راتګ پرمهال باید ویزې او پاسپورټونه ولري.
(last modified 2024-07-23T08:29:50+00:00 )
Jul 23, 2024 12:42 Asia/Kabul
  • د چمن-سپین بولدک دروازه یو ځل بیا وتړل شوه

د پاکستان دولت د چمن له اوسېدونکو غوښتي و چې له دغې لارې د تګ‌راتګ پرمهال باید ویزې او پاسپورټونه ولري.

د افغانستان د  کندهار سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د چمن-سپين بولدک دروازه له يوې ورځې خلاصېدو وروسته بېرته تړل شوې ده.

 دغو سرچینو ویلي چې دا دروازه د چمن اوسېدونکو له ۱۰ میاشتني پرلت وروسته د یوې ورځې لپاره پرانيستل شوه.

سرچینې زیاتوي چې د پاکستان دولت دا دروازه له څو ساعتونو پرانیستلو وروسته بېرته وتړله.

د پاکستان دولت د چمن له اوسېدونکو غوښتي و چې له دغې لارې د تګ‌راتګ پرمهال باید ویزې او پاسپورټونه ولري.

د چمن اوسېدونکو تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرته  له وېزې او پاسپورټ تګ راتګ کاوه.

پاکستان وایی چی په دغه هیواد کې په وروستیو اکثرو ترهه ګرو حملو کې له افغانستانه ر اغلیو ترهه ګرو لاس درلودلې دې .