په مزارشريف کې د څه دپاسه يو ميليارډ زړو افغانيو سوځول
Jul 23, 2024 13:00 Asia/Kabul
د دغه بانک د اعلامیې له مخې، د زړو افغانیو دغه اندازه پیسې دافغانستان له شمال او شمال ختیځو ولایتونو راټولې شوې وې.
د افغانستان مرکزي بانک په مزارشریف کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو زړې راټولې شوې پیسې د سوځولو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس راپور ورکوی د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له یو میلیارد افغانیو څخه زیاتې زړې پیسې سوځول شوي دي.
د دغه بانک د اعلامیې له مخې، د زړو افغانیو دغه اندازه پیسې دافغانستان له شمال او شمال ختیځو ولایتونو راټولې شوې وې.
د دغه بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کې زر، پنځه سوه، یو سل، پنځوس، شل او لس افغانۍ شاملې دي.
ټیګونه