په مزارشريف کې د څه دپاسه يو ميليارډ زړو افغانيو سوځول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150610-په_مزارشريف_کې_د_څه_دپاسه_يو_ميليارډ_زړو_افغانيو_سوځول
د دغه بانک د اعلامیې له مخې، د زړو افغانیو دغه اندازه پیسې دافغانستان له شمال او شمال ختیځو ولایتونو راټولې شوې وې.
(last modified 2024-07-23T08:32:27+00:00 )
Jul 23, 2024 13:00 Asia/Kabul
  • په مزارشريف کې د څه دپاسه يو ميليارډ زړو افغانيو سوځول

د دغه بانک د اعلامیې له مخې، د زړو افغانیو دغه اندازه پیسې دافغانستان له شمال او شمال ختیځو ولایتونو راټولې شوې وې.

د افغانستان مرکزي بانک په مزارشریف کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو زړې راټولې شوې پیسې د سوځولو خبر ورکړی دی.

افغان غږ خبری آژانس راپور ورکوی  د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له یو میلیارد افغانیو څخه زیاتې زړې پیسې سوځول شوي دي.

د دغه بانک د اعلامیې له مخې، د زړو افغانیو دغه اندازه پیسې دافغانستان  له شمال او شمال ختیځو ولایتونو راټولې شوې وې.

د دغه بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کې  زر، پنځه سوه، یو سل، پنځوس، شل او لس افغانۍ شاملې دي.