د افغانستان لوګر کې ۱۴ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت په لوګر ولایت کې د ۱۴ روغتیايي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکوي.
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا روغتیايي مرکزونه په لوګر ولایت کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي مرسته پرانیستل شو.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه روغتيايي مرکزونه چې څه باندې درې ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د لوګر د والي او د عامي روغتيا د رئيس په حضور کې په رسمي ډول پرانيستل شول.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغو مرکزونو د جوړولو موخه د لوګر ولایت په لرو پرتو سیمو کې د میندو او ماشومانو د روغتیا ښه کول دي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې کليوال خلک تل د روغتيايي مرکزونو له کمښت سره مخ دي.