اسرائيلو اسماعیل هنیّه شهید کړ څو خپل نهیلیتوب پټ کړي
د افغانستان د سرپرست حکومت ریس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د حماس غورځنګ د سیاسی دتفر د مشر اسماعیل هنیّه دترور په محکومولو سره ووئیل، اسرائيلي رژيم دغه اقدام وکړ،څو دغزې په جنګ کې خپله ناامیدي پټه کړي.
ایرنا خبری آژانس راپو رورکړی، د افغانستان د طالبانو د حکومت د ویندوي مرستیال حمد ا... فطرت نن پخپل ټولنیز چینل کې په یوه پیغام کې په تهران کې د په یوه ترهه ګر اقدام کې د اسماعیل هنیّه له شهادته څو ورځې وروسته د ملامحمد حسن اخوند پیغام خپور کړ.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا په پیغام کې راغلي دي، د اسماعیل هنیّه شهادت یوه بوږنونکي پیښه وه . صهیونیسټي رژيم هنیّه په داسې وخت شهید کړ چې د یوه حکومت رسمي میلمه ؤ.
حسن اخوند په دغه پیغام کې ټينګار کړی دی، ددغه شان کس ټارګټ کول،ددودو ټولو نړیوالو قواعدو خلاف ورزي ده او ښئ چې دښمنان په روان جنګ کې هیڅ اصولو ته داحترام په سترګه نه ګوري .په غزې کې د ماشومانو او ښځو په نسل وژنې کې د لویدیځي اورګانونو او د بشری حقوقو د اورګانونو د میاشتو میاشتو چُپتیا ددغو اورګانونو واقعیّت او حقیقت رابرسیره کړی دی.