د امو سیند د اوبو سطحې د لوړیدو خبرداری
د سرپرست حکومت چارواکي وایي؛ د امو سیند د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله نه یوازې کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي، بلکې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د دریو هېوادونو ترمنځ سرحدي نښې هم له منځه تللي دي.
امو په منځنۍ اسیا کې د اوبو لرونکی او تاریخي دریاب دی چې شاوخوا دوه زره پنځه سوه کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان د پامیر له غرونو څخه سرچینه اخلي.
د افغانستان د شمالي ولایتونو چارواکو د امو سیند په اوږدو کې میشتو سیمه کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې په دغه سیمو کې د اوبو کچه په لوړیدو ده.
دوی په ځانګړې ډول د کندوز او بلخ ولایت خلکو ته خبر ورکړی چې د دې سیند په اوږدو کې یې په زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې لري.
تر دې مخکې د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت په یوه راپور کې اعلان کړی و چې د موسمي اورښتونو د زیاتوالي له امله د امو دریاب د اوبو سطحه په بې سارې ډول د لوړیدو په لورې جریان لري.
د اوبو د لوړیدو کچه د هغه خلکو لپاره ګواښ او خطر دی چې د امو سیند په اوږدو کې یې کرنیزې ځمکې او یا یې هم د میشت کېدو ځایونه دي.
د امو دریاب په څنډو کې له لسیزو راهیسې زرګونه جریبه ځمکې د سیلاب ښکار ګرځي او له همدې امله هغه خلکو ته په پراخه کچه زیانونه اوړي چې د دې سیند په اوږدو کې ملکیتونه او ځمکې لري.
په ورته وخت کې د کندز ولایت اوسېدونکي وايي، د امو سیند په شاوخوا کې جوړ شوي استنادي دیوالونه چې د تیر حکومت له لورې جوړ شوي وو، د سیند په اوږدو کې د ځمکو د خوندیتوب په برخه کې ناکام شوي دي.
ویل کیږي چې د افغانستان د جمهوري ریاست په وخت کې د امو سیند د شاوخوا سیمو د خوندیتوب لپاره د استنادي دیوالونو د جوړیدو په موخه بودیجه ځانګړې او تدابیر نیول شوي وو، خو د امو سیند ته څېرمه د امام صاحب او شېرخان بندر اوسېدونکي وايي، چې اساسي کار نه دى شوى او اوبو د کلاګانو خوندیتوب په موخه جوړ شوي موانع دیوالونه وړي.
په ورته وخت کې اوس د سرپرست حکومت تاییدوي چې د امو سیند د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله نه یوازې کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي، بلکې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د دریو هېوادونو ترمنځ سرحدي نښې هم له منځه تللي دي.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور وايي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سرحدي کرښې د سېلابونو له امله ویجاړې شوې او بیا به جوړېږي.
نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د پولو د ټاکلو کار، چې له سېلاب وروسته ناڅرګنده شوی، د نوې تګلارې پر بنسټ به ترسره شي.
منصور وویل، دغه پلان چې د طالبانو د مشر په امر ترتیب شوی، د کورنیو چارو، اطلاعاتو، کلتور او بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ به عملي شي.
په ورته وخت کې؛ د سرپرست حکومت د کابینې په درېیمه غونډه کې د امو دریاب په څنډو کې د د زیاتو اوبو له امله د ویجاړ شویو سیمو پر جوړیدو ټینګار شوی.
په دې غونډه کې چې پرون د سرپرست حکومت د رييس الوزرا ملاحسن اخند په مشرۍ جوړه شوې وه، د انرژۍ او اوبو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د امو سیند د څنډو د پياوړتيا لپاره کوټلي ګامونه واخلي.