د افغانستان په ۷ ولایتونو د سختو بارانونو او سیلابونو خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151124-د_افغانستان_په_۷_ولایتونو_د_سختو_بارانونو_او_سیلابونو_خبرداری
د افغانستان د هوایي پيژندنې ادارې د دغه هېواد په اوو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
(last modified 2024-08-07T22:35:34+00:00 )
Aug 08, 2024 03:02 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ۷ ولایتونو د سختو بارانونو او سیلابونو خبرداری

د افغانستان د هوایي پيژندنې ادارې د دغه هېواد په اوو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کونړ، خوست، پکتیکا، پکتیا، نورستان او لغمان ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو امکانات شته.

هوا پېژندنې ادارې په دغو ولایتونو کې د اورښت اټکل له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړی دی.

د افغانستان بېلابېل ولايتونه تر دې وړاندې هم د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو له امله ځپل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د روانې اونۍ په پیل کې ویلي وو چې په افغانستان کې سختو بارانونو او وروستیو سېلابونو تر ۸۳۰۰۰ ډېر کسان اغېزمن کړي دي.