د افغانستان سرپرست حکومت په یوه ښوونځي د صهیونیسټ رژیم برید غندلی
د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په غزې تړانګه کې په يوه ښوونخي د صهیونیسټ رژیم برید په کلکو ټکو سره غندلی
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي: د غزې تړانګې په الدرج سیمه باندې د صهیونیسټانو د تیرې ورځې کابل په کلکو ټکو سره غندي او نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې د فلسطین د خلکو د نسل وژنې په اړه سمدستي اقدامات وکړي.
د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه حمله د اسرائیلو د رژیم د ظلم او بې قانونۍ ښودنه کوي چې په جدي ډول یې باید د دوام مخنیوی وشي.
په ورته وخت کې؛ د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال هم ویلي: صهیونیسټي رژیم باید پوه شي چې د حماس د یوه مهم مشر شهید اسماعیل هنیه د لارې تعقیب جریان لري.
عتیق الله عزیزي تاکید کړی، چې د شهید هنیه او د سلګونو نورو فلسطیني شهیدانو لاره به د قیامت تر ورځې پورې دوام ولري او مقاومت به د صهیونیسټي جنایتونو په دوام سره ونه دریږي.
صهیونیسټی رژیم په یو وحشتناک جنایت کې پرون د الدرج په سیمه کې د سهار د لمانځه په وخت د فلسطینی کډوالو ښوونځی په نښه کړ چې له امله شاوخوا سل تنه فلسطیني وګړي شهیدان شول.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د صهیونیسټی رژیم دغه اقدام غندلی، دغه راز عراق او مصر هېوادونو ترڅنګ سعودي عربستان او یو شمیر نورو عربي هېوادونو سیاسي چارواکو او مقاومتي ډلو هم د صهیونیسټي رژیم دغه اقدام غندلی.
دوی دا کړنه یو جنګي جنایت او له بشري حقوقو څخه سرغړونه بللې ده .