نړیواله مرستندویه ډلې: د افغانستان هیر شوي بحران ته دې پاملرنه وشي
Aug 14, 2024 14:16 Asia/Kabul
نړیوالو مرستندویه ډلو په افغانستان کې هېر شوي بحران ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
دې ډلې په یوه ګډ راپور کې ویلي چې د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس پر بشري مرستو متکي دی.
لسو نړیوالو سازمانونو ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته د رسیدو درې کاله وروسته، په میلیونونو افغانان د نړۍ په یوه ترټولو ستر او پیچلي بشري بحران کې ښکېل دي.
دغه سازمانونه اټکل کوي چې د افغانستان له څلوېښت میلیونو وګړو څخه نږدې څلورویشت میلیونه یې اوس مرستو ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، په روان دوه زره څلوریشت زیږدیز کال کې یې د افغانستان لپاره د درې میلیارد ډالره بوديجې غوښتنه کړې وه چې تر اوسه یې یوازې پنځه ویشت سلننه ورکړل شوې ده.
ټیګونه