د طالبانو مشر: بې عدالتي، ظلم او وحشت د زوال لامل کیږي
په افغانستان کې د طالبانو مشر، نظامي مسؤلینو ته ویلي، چې ظلم، وحشت او بې عدالتي د حکومت د زوال لامل کیږي.
د را پورونو له مخې؛ ملا هیبت الله اخوندزاده تیره ورځ د کندهار په هوایي ډګر کې نظامي مسؤلینو ته وینا کړې او ورته یې سپارښتنه کړې چې د سیالۍ او غفلت څخه ډډه وکړي او په خپلو منځونو کې دې د دوستۍ او دښمنۍ اړیکې د قرابت په اساس ونه وټاکي.
ازادۍ راډیو لیکلي: ملا هیبت الله اخندزاده وویل: "د دې شیانو څخه ځان وساتئ، خپل په منځ کې دوستي او دښمني خاص د الله د رضا په خاطر باندې کوئ. ګورئ! دا دوستي او دښمني د قرابت په اساس مه کوئ."
د ملاهبتالله اخندزاده دغه وینا چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه خپره کړې، نوموړي د طالب چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د قدرت غوښتنې څخه ځان وساتي او عدالت راولي څو د حکومت د زوال او د خلکو د نارضایتۍ مخه ونیول شي.
هغه زیاتوي: "که دغه نطام پر عدالت ولاړ و، بیا به دا نظام باقې پاتې وي، که ظلم راغی، وحشت راغی او سپارښتونه راغلل، قدرتمند سړی نه محاکمه کېده، غریب سړی محاکمه کېده، کارونه په واسطو کېدل، عدالت پاتې شو بیا دا نظام پاتېږي، نه، بیا به دا نظام لهمنځه ځي."
د طالبانو د حکومت مشر ملاهبتالله اخندزاده په خپله وینا کې په داسې حال پر عدالت ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو د تېرو درېیو کلونو د واکمنۍ په اړه په یوه اعلامیه کې د دوی د حکومت لهخوا د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو سره پر چلند نیوکه کړې او د نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني نورماله ونه ګڼي.