د ایران او د طالبانو چارواکو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151484-د_ایران_او_د_طالبانو_چارواکو_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دغه وزارت له مرستیال عبدالحق همکار سره د ایراني پلاوي د لیدنې خبر ورکړی.
(last modified 2024-08-18T07:29:29+00:00 )
Aug 18, 2024 11:45 Asia/Kabul
  • د ایران او د طالبانو چارواکو خبرې وکړې

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دغه وزارت له مرستیال عبدالحق همکار سره د ایراني پلاوي د لیدنې خبر ورکړی.

د دغه وزارت ویاند تیره ورځ ویلي وو، د ایران د اسلامي جمهوریت له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د معینیت د مرستیال محمد زارعي په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوی کابل ته راغلی  او له هغوی سره د سرپرست حکومت د چارواکو لیدنې جریان لري.

ایراني رسنیو هم په خپلو راپورونو کې ویلي، تمه ده چې په دغه سفر کې به د نشه یي توکو د تولید په ګډون په افغانستان کې د تولید شویو نشه یي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې د پیاوړتیا، ایران ته د دغو نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي، کوکنارو کښت د لمنځه وړلو او د بدیل کښت پر لارو چارو خبرې وشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست حکومت د اعلان له مخې، د دغه وزارت مرستیال عبدالحق همکار، له ایراني پلاوي سره په کتنه کې نشه يي مواد یوه سیمه ییزه ستونزه بللې.

هغه  له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې په نړیوالې همکارۍ ټینګار کړی.

هغه دغه راز د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره د اطلاعاتو د تبادلې په برخه کې د ايران او افغانستان د ګډو همکاريو غوښتنه هم کړې ده.