افغانستان کې هره ورځ ۱۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي
د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي چې په دغه هېواد کې د پاسپورټ وېش بهیر روان دی او دا مهال هره ورځ ۱۲زره پاسپورټونه وېشل کېږي.
د یاد ریاست ویاند نورالله پتمن سلاموطندار ته ویلي، ولایتونو کې د پاسپورټ غوښتونکو شمېر کم شوی او په وینا یې، مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټ وېش عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، دا مهال د کابل د پاسپورټ وېش په درېوو نویو جوړو شویو څانګو کې هره ورځ ۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، یوازې ۶۰۰۰ پاسپورټونه کابل او پاتې نور یې، ولایتونو کې وېشل کېږي.
بلخوا د پاسپورټ یوشمېر غوښتونکي بیا له دغه ریاست غواړي چې کابل او ولایتونو کې د پاسپورټ وېش څانګې زیاتې کړي، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.
د پاسپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، دغه بنسټ تېرکال څه باندې دوو میلیونه هېوادوالو ته پاسپورټونه وېشلې دي.