افغانستان کې هره ورځ ۱۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151604-افغانستان_کې_هره_ورځ_۱۲۰۰۰_پاسپورټونه_وېشل_کېږي
د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي چې په دغه هېواد کې د پاسپورټ وېش بهیر روان دی او دا مهال هره ورځ ۱۲زره پاسپورټونه وېشل کېږي.
(last modified 2024-08-21T22:11:49+00:00 )
Aug 22, 2024 02:40 Asia/Kabul
  • افغانستان کې هره ورځ ۱۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي

د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي چې په دغه هېواد کې د پاسپورټ وېش بهیر روان دی او دا مهال هره ورځ ۱۲زره پاسپورټونه وېشل کېږي.

د یاد ریاست ویاند نورالله پتمن سلام‌وطندار ته ویلي، ولایتونو کې د پاسپورټ غوښتونکو شمېر کم شوی او په وینا یې، مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټ وېش عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، دا مهال د کابل د پاسپورټ وېش په درېوو نویو جوړو شویو څانګو کې هره ورځ ۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، یوازې ۶۰۰۰ پاسپورټونه کابل او پاتې نور یې، ولایتونو کې وېشل کېږي.

بل‌خوا د پاسپورټ یو‌شمېر غوښتونکي بیا له دغه ریاست غواړي چې کابل او ولایتونو کې د پاسپورټ وېش څانګې زیاتې کړي، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د پاسپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، دغه بنسټ تېرکال څه باندې دوو میلیونه هېوادوالو ته پاسپورټونه وېشلې دي.