قطر له جنګه وروسته له افغانستان سره ملګرتیا  کوي
(last modified Fri, 23 Aug 2024 00:37:17 GMT )
Aug 23, 2024 05:07 Asia/Kabul
  • قطر له جنګه وروسته له افغانستان سره ملګرتیا  کوي

په کابل کې د افغانستان  د خارجه وزارت له مرستیال سره په کتنې کې د قطر سلایار ووئیل؛ هیواد به ئې له جنګه وروسته د پراختیا په برخې کې  له افغانستان سره بشبړ ملګرتیا وکړي.

تسنیم  خبری آژانس راپور ورکړ، د قطر هیواد سلایار مدیف القشوتی  د افغانستان د  خارجه وزارت له سیاسی مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزئ سره په کتنې کې ووئیل؛ دوحه له جنګه وروسته د هیوادونو د پراختیا به برخې کې کافی تجروبه لري اوپه دې لړکې به له افغانستان سره ملګرتیاوکړي. هغه زیاته کړې ده،د افغانستان او قطر ولسونه دوستانه اړیکې لری او سیاسی چارواکي هم په افغانستان کې په تیره بیا د روغتیا او زده کړې په برخو کې  د رغنده رول لوبولو غوښتونکی دي.

عباس ستانکزي هم  په دغې کتنې کې ټينګار وکړ، د قطر او افغانستان  د سیاسی او اقتصادی اړیکو پیاوړتیا ډير اهمیّت لري.

د افغانستان  دخارجه وزارت په اعلامیې کې وئيل شوي دي ، په دغې کتنې کې دواړو لورو  د سیاسی او اقتصادي اړیکو  او د  انسان دوستۍ مرستو په باب هم د نظر تبادله وکړه. دقطر د خارجه وزیر  هم له دې مخکې له خپل جرمني همڅنګ سره په خبری ناستې کې ټينګار  کړی ؤ،د داخلی بحران د مخینوي لپاره  له افغانستان سره د نړۍ ملګرتیا ضروري ده.

قطر  دافغانستان په باب یو اساسی لوبغاړی هیواد دی  او له دغه هیواده د امریکا له وتلو وروسته  په افغانستان کې د واشنګټن د ګټو ساتونکي  په توګه    وټاکل شو.