افغانستان د کافا سیالیو اتلولي تر لاسه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151726-افغانستان_د_کافا_سیالیو_اتلولي_تر_لاسه_کړه
د افغانستان د فوټبال د اوولس کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د جام په وروستۍ لوبه کې ازبکستان ته یو صفر ماتې ورکړه.
(last modified 2024-08-25T06:30:53+00:00 )
Aug 25, 2024 10:57 Asia/Kabul
  • افغانستان د کافا سیالیو اتلولي تر لاسه کړه

د افغانستان د فوټبال د اوولس کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د جام په وروستۍ لوبه کې ازبکستان ته یو صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه تېره شپه د تاجکستان د دوشنبې ښار په مرکزي لوبغالي کې ترسره شوه، چې د لوبې په اته ویشتمه دقیقه کې د ازبکستان پر وړاندې د افغانستان یوازینی ګول عظیم الدین حاجي زاده وکړ.

افغانستان دغه سیالي پرته له کوم ګول نه د درې پرله پسې بریاوو سره پای ته ورسوله او اتلولي یې خپله کړه.

کفا د افغانستان د لوبډلې ګول ساتونکی حمید امیري د دې سیالیو د غوره لوبغاړي او غوره ګول کیپر په توګه اعلان کړ.

د افغانستان له اتلې لوبډلې وروسته ازبکستان دویم، تاجکستان دریم، ایران څلورم، ترکمنستان پنځم او قرغزستان شپږم ځای لري.

د افغانستان د اوولس کلنو ملي لوبډلې تېر کال په دې سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.