د افغانستان او د پاکستان ځواکونو بیا جګړه کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152162-د_افغانستان_او_د_پاکستان_ځواکونو_بیا_جګړه_کړي_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی خوست کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
(last modified 2024-09-07T22:13:18+00:00 )
Sep 08, 2024 02:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان او  د پاکستان ځواکونو بیا جګړه کړي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی خوست کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

سرچینو ویلي چې دا نښته بیګا د ماښام شاوخوا ۷:۳۰ ډیورند کرښې ته څېرمه د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې شوې او لا دوام لري.

سرچینو زیاته کړې چې دواړه لوري سپکې او درنې وسلې کاروي.

سرچینو ویلي چې تر اوسه د دغې نښتې لامل او د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د تېرې اوونۍ پر چهارشنبې هم په دې سیمه کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.

دا نښته له هغې وروسته پېل شوې وه چې طالب ځواکونو غوښتل په پالوچ او پاتک سیمو کې امنیتي  پوستې جوړې کړي.