د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ سرحدي بیا سرحدي نښتې پیل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152240-د_پاکستان_او_افغان_ځواکونو_ترمنځ_سرحدي_بیا_سرحدي_نښتې_پیل_شوي
ځايي سرچينې وايي، چې نن له غرمې وروسته د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده.
(last modified 2024-09-10T07:36:20+00:00 )
Sep 10, 2024 12:03 Asia/Kabul
  • د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ سرحدي بیا سرحدي نښتې پیل شوي

ځايي سرچينې وايي، چې نن له غرمې وروسته د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې او دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارولي دي.

ويل کيږي چې دغه نښتې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه وروسته له هغې پيل شوې چې طالبان په خپله خاوره کې د تاسيساتو د جوړولو په حال کې وو چې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو.

د شنبې په ورځ د سنبلې  په اوولسمه په خوست ولایت کې د دواړو لورو تر منځ خونړۍ نښته وشوه.

د راپورونو له مخې، په دې جګړه کې د طالبانو اته غړي وژل شوي او د پاکستان په یوه امنیتي پوسته کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې سرچینو هم د دوشنبې د ورځې نښته تایید کړې او ویلي یې دي چې دواړو خواوو درنې وسلې کارولې دي.