طالبان او القاعده په ګډه او په یوه خاوره کې فعالیت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152306-طالبان_او_القاعده_په_ګډه_او_په_یوه_خاوره_کې_فعالیت_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ريپبلیکن ګوند د نوماند ډونالډ ټرمپ مرستیال جي‌ ډي ونس وایي چې طالبان او القاعده په ګډه په افغانستان کې فعالیت کوي.
(last modified 2024-09-12T07:31:51+00:00 )
Sep 12, 2024 11:16 Asia/Kabul
  • طالبان او القاعده په ګډه او په یوه خاوره کې فعالیت کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ريپبلیکن ګوند د نوماند ډونالډ ټرمپ مرستیال جي‌ ډي ونس وایي چې طالبان او القاعده په ګډه په افغانستان کې فعالیت کوي.

ونس پرون له یوه پخواني امریکایي پوځي شان رایان سره په خبرو کې ویلي چې القاعدې د طالبانو په مرسته د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر یوولسمه په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر ودانیو برید کړی و.

نوموړي د بایډن د حکومت لخوا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د مالي مرستو لېږل غیر منطقي ګڼلي او دا کار  یې «لیونتوب» بللی دی.

د ټرمپ مرستیال څرګنده کړې: «ولې یو حکومت سلګونه میلیونه ډالر د تروریزم د ملاتړ لپاره لګوي؟

ونس امریکا ته د افغان کډوالو ورتګ ته په نغوتې سره چې د دغه هېواد د پوځ غړیتوب ترلاسه کولای شي، ویلي چې د سپټمبر یوولسمې بریدګر هم د متحده ایالتونو د هوايي ځواکونو په ښوونځیو کې روزل شوي وو.

تر دې وړاندې هم یو شمېر امریکایي چارواکو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «ترهګریزو ډلو» په ګډون د القاعدې د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

دوه ورځې وړاندې د امریکا د ولسمشر جو بایډن مرستیالې کاملا هرېس چې د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند ده، له ټرمپ سره  په یوې تلویزیوني مناظرې کې طالبانو ته د «یوې ترهګرې ډلې» خطاب کړی و.

طالبانو تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.