اوس مهال په افغانستان کې د مالګې ۲۵۰ کانونه فعال دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152460-اوس_مهال_په_افغانستان_کې_د_مالګې_۲۵۰_کانونه_فعال_دي
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې به د مالګې کان له کېندنې سره، د مالګې په برخه کې په کوردننه اړتیاوې پوره شي.
(last modified 2024-09-17T01:41:03+00:00 )
Sep 17, 2024 06:06 Asia/Kabul
  • اوس مهال په افغانستان کې د مالګې ۲۵۰ کانونه فعال دي

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې به د مالګې کان له کېندنې سره، د مالګې په برخه کې په کوردننه اړتیاوې پوره شي.

چارواکي وایي، چې دا مهال په افغانستان کې د مالګې ۲۵۰ کانونه فعال دي او د مالګې د استخراج په برخه کې سلگونه کسان هم پر کار بوخت دي.

د دوی په خبره، د غوریان د مالګې کان ۱۱ هکټاره مساحت لري او کولای شي د مالګې په برخه کې د افغانستان اړتیاوې پوره کړي.

د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د مالګې کان له ایران سره پر پوله دی.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته، د کانونو د را ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.