ګوتریش: د طالبانو نوی قانون د ښځو سیستمایتک ګوښه کول دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152604-ګوتریش_د_طالبانو_نوی_قانون_د_ښځو_سیستمایتک_ګوښه_کول_دي
د ګوتیریش په وینا، افغانې ښځې، چې هسي هم د ماشوم زېږولو په مهال د مړینو په نړۍ کې تر ټولو لوړه کچه لري، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له لوړې کچې سره مخامخ دي.
(last modified 2024-09-23T23:15:58+00:00 )
Sep 24, 2024 03:44 Asia/Kabul
  • ګوتریش: د طالبانو نوی قانون د ښځو سیستمایتک ګوښه کول دي

د ګوتیریش په وینا، افغانې ښځې، چې هسي هم د ماشوم زېږولو په مهال د مړینو په نړۍ کې تر ټولو لوړه کچه لري، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له لوړې کچې سره مخامخ دي.

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون غندلی او ویلي چې دا قانون په افغانستان کې له عامه ژوند د ښځو او نجونو سیستماتیک ایستل رسمي کوي.

ګوتیریش د ملګروملتونو په غونډه کې “د افغانستان په راتلونکې کې د ښځو شمولیت” تر سرلیک لاندې وینا کې ټینګار وکړ چې افغانې ښځې او نجونې اوس په لویه کچه په خپلو کورونو پورې محدودې دي او د تعلیم، کار او تګ راتګ له ازادیو تقریباً په بشپړ ډول محرومې شوي دي.

د ګوتیریش په وینا، افغانې ښځې، چې هسي هم د ماشوم زېږولو په مهال د مړینو په نړۍ کې تر ټولو لوړه کچه لري، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له لوړې کچې سره مخامخ دي.

ده څرګنده کړه چې ډیرو افغان ښځو ملګرو ملتونو ته خبر ورکړی چې دوی د ناامنۍ، انزوا او بې واکۍ احساس کوي ځکه چې دوی د خپلو کورنیو لپاره د مرستې کولو وړتیا له لاسه ورکړې ده.

سرمنشي زیاته کړه چې له زده کړې، کار د ښځو ایستل د افغانستان پرمختګ ته زیان رسوي.