د څلورو اروپايي هېوادونو د اعلاميې په اړه د کابل غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152666-د_څلورو_اروپايي_هېوادونو_د_اعلاميې_په_اړه_د_کابل_غبرګون
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت او له هغوی سره د تبعیض په اړه د څلورو اروپايي هېوادونو د څرګندونو په تړاو  ویلي چې، په دې برخه کې پر سرپرست حکومت تور لګول، ناسم کار دی.
(last modified 2024-09-26T09:36:08+00:00 )
Sep 26, 2024 14:04 Asia/Kabul
  • د څلورو اروپايي هېوادونو د اعلاميې په اړه د کابل غبرګون

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت او له هغوی سره د تبعیض په اړه د څلورو اروپايي هېوادونو د څرګندونو په تړاو  ویلي چې، په دې برخه کې پر سرپرست حکومت تور لګول، ناسم کار دی.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند ویلي چې، د ځینو هېوادونو له خوا پر دوی د بشري حقونو د سرغړونو او جنسیتي تبعیض تور لګول، سم نه دی.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په ایکس ټولنیزه پاڼه کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او له هېچا سره تبعیض نه کېږي.

هغه زیاته کړې چې، «له بده مرغه هڅې روانې دي چې د یو څو ښځو د ناسمو معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان پر ضد تبلیغات وکړي او وضعیت ناسم وښيي،»