ننګرهار کې د سېلاب راوتلو له کبله درې کسانو ژوند بایللی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152688-ننګرهار_کې_د_سېلاب_راوتلو_له_کبله_درې_کسانو_ژوند_بایللی
په ننګرهار کې د سېلاب راوتلو له کبله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2024-09-27T07:36:22+00:00 )
Sep 27, 2024 12:04 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې د سېلاب راوتلو له کبله درې کسانو ژوند بایللی

په ننګرهار کې د سېلاب راوتلو له کبله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې دا سېلاب نن  سهار د دغه ولایت په «کوز کونړ» ولسوالۍ راوتلی دی.

د راپور پر بنسټ، د دغه سېلاب له کبله ۱۵۰ کورونه هم زیانمن شوي دي.

همداراز یاد خبري اژانس ویلي چې د تېرې شپې سېلاب د لغمان مرکز او د دغه ولایت په الينګار ولسوالۍ کې هم مالي زيانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د هواپېژندنې ریاست په دې ولايتونو کې د شدید ورښت خبرداری ورکړی و.