ځينې بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152704-ځينې_بهرنیو_شرکتونو_په_افغانستان_کې_پانګونې_ته_لېوالتیا_ښودلې
د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون ویلي چې، یو شمېر کورني او بهرني شرکتونه دې ته لېواله دي چې، په افغانستان کې تر څه باندې ۵ میلیارده ډالرو پانګونې وکړي.
(last modified 2024-09-27T22:02:19+00:00 )
Sep 28, 2024 02:29 Asia/Kabul
  • ځينې بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون ویلي چې، یو شمېر کورني او بهرني شرکتونه دې ته لېواله دي چې، په افغانستان کې تر څه باندې ۵ میلیارده ډالرو پانګونې وکړي.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت زیاتوي چې، یو شمېر کورني او بهرني پانګوال غواړي چې، په افغانستان کې پر کرنې، بنسټیزو پروژو، صنعت، انرژۍ، کانونو او ټرانسپورټ پانګونې وکړي.

بلخوا، د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې په نیویارک کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له مرستیال سره د افغانستان د وضعیت او پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

له دې سره، د افغانستان د اقتصاد وزارت د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د فعالیتونو بیا پیلېدل د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي او زیاتوي چې اړتیا ده چې د امریکا نړیواله پراختیايي اداره او نورې ادارې په افغانستان کې خپلې چارې بېرته پيل کړي.