په افغانستان کې یونیم میلیون کسان د سترګو پر ناروغۍ اخته دي
Oct 11, 2024 04:58 Asia/Kabul
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې دا مهال په دې هېواد کې یو میلیون او ۵۰۰زره کسان د سترګو پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي.
د یاد وزارت چارواکو د «لید نړیوالې ورځې» په نمانځغونډه کې دا څرګندونې کړې دي.
د چارواکو په خبره هرکال په افغانستان کې ۲۵زره کسان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.
په کابل کې د نور تخصصي ملي روغتون چارواکي بیا وایي، چې په افغانستان کې باید د سترګو ناروغانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شي.
یوشمېر ډاکټران غیري ارادي خوځښتونه، پر سترګو سرې، قهوي یا خړې لکې، د اوښکو ډېره بهېدنه او د سترګو خارښ د سترګو ناروغي له مهمو عواملو یادوي.
د اکتوبر ۱۴مه چې د لید نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې، هر کال په افغانستان کې د لید اهمیت او عامه پوهاوي په موخه نمانځل کېږي.
ټیګونه