افغانستان د بل هیڅ هیواد په داخلی چاروکې ګوتې نه وهي
د افغانستان د ریس الوزار سیاسی مرستیال ټينګار وکړ، د افغانستان حکومت له ګاونډیانو اونورو نړیوالو هیوادونو سره په ښو اړیکو پسې دی او د بل هیڅ یوه هیواد په کورنیو چارو کې ګوتې نه وهي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د ریس الوزار سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د کابل دپوهنتون له استاذانو او محصیلینو سره په کتنې کې له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو او ددغه هیواد داوسنی وضعیّت په باب بحث او د نظر تبادله وکړه.
هغه په دغې کتنې کې د محصیلینو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل او د افغانستان وروستیو پرمختګونو اوبریاؤ ته ئې اشاره وکړه.
هغه د طالبانو د حکومت هڅو ته په اشارې سره ووئيل، دغه حکومت په ۴۰ مختلفو هیوادونو کې رسمي نمایندګۍ لري او له نړۍ سره تعامل مثبت او مخ په وده دی.
مولوي عبدالکبیر په دغې ناستې کې ووئيل، دافغانستان حکومت د بل هیڅ یوه هیواد په داخلی چارو کې ګوتې نه وهي او هیڅکله به اجازت ورنکړي څو بل څوک هم د افغانستان په کورنیو چارو کې ګوتې ووهي. د افغانستان حکومت له ټولو ګاونډیانو او نورونړیوالو هیوادونو سره دښو اړیکو غوښتونکی دی ،البته حاضر نه دی په دې زمینې کې د اسلامی اصولو به سر کومه معامله وکړي او دنورو د خوشالولو لپاره پر اسلامی ارزښتونو سترګې پټې کړي.