د تخار ولایت د دوو ټلویزیونونو خپرونې بندې شوې
Oct 15, 2024 11:50 Asia/Kabul
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، وروسته له دې چې طالبانو په رسنیو کې د ژوندي څیزونو پر تصویر بندیز اعلان کړ، د تخار ولایت دوو ټلویزیونونو خپلې خپرونې بندې کړې.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون (RTA) او یو شمېر شخصي ټلویزیوني چینلونو ته امر شوی چې دې بندیز ته غاړه کېږدي.
دا نوي محدودیتونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر رسنیو او شخصي آزادیو باندې د پراخو بندیزونو یوه برخه ده او ورته بندیزونه په نورو ولایتونو لکه کندهار او میدان وردګ کې هم پلي شوي دي.
د راپورونو له مخې، دوو شخصي چینلونو، ماه نور او ریحان، د خلکو د تصویر خپرول درولي دي.
د خبریالانو مدافع ټولنې په تصویري رسنیو کې د عکس او فلم پر خپرېدو پر بندیز اندېښنه ښکاره کړې ده.
ټیګونه