د افغانستان په شمال ختیځ کې زلزلې یو شمېر سیمې ولړزولې
(last modified Thu, 17 Oct 2024 11:37:28 GMT )
Oct 17, 2024 16:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شمال ختیځ کې زلزلې یو شمېر سیمې ولړزولې

د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه نهه درجې زلزلې د افغانستان یو شمېر سیمې ولړزولې.

د امريکا د جيولوجيکي سروې د معلوماتو له مخې، دغه زلزله چې تېره شپه ناوخته د بدخشان له مرکز فيض اباد څخه شپېته کيلومتره لیرې شوې، ټکانونه یې په تاجکستان، ازبکستان او پاکستان کې هم احساس شوې دي.

خو رویټرز د جرمني د جیولوژیکي ادارې په حواله د زلزلې شدت پنځه اعشاریه پنځه درجې ښودلی او ویلي چې د دې زلزلې مرکز د هندوکش په غرونو کې په یوسلو یوآتیا کیلومتره ژورتیا کې وو.

د دې زلزلې له امله د احتمالي زیانونو په تړاو تر اوسه، څه نه دي ویل شوي.

ټیګونه