د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i153712-د_افغانستان_او_ایران_تر_منځ_د_سوداګرۍ_کچه_لوړه_شوې_ده
په هرات ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقونسل ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې چې دا یوه لویه لاسته راوړنه بولي.
(last modified 2024-10-30T04:23:27+00:00 )
Oct 30, 2024 08:46 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده

په هرات ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقونسل ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې چې دا یوه لویه لاسته راوړنه بولي.

له دې سره د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي چې، قیمتي ډبرې، ممیز، سرب، نوشابه او کنجد هغه مهمترین توکي دي، چې افغانستان یې ایران ته صادروي.

یاد وزارت دغه راز، ډیزل، پټرول، ګاز، د تولیدي کارخانو لپاره خام توکي او سمنټ هغه توکي بللي، چې  له ایران څخه واردېږي.

بل لورته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو له راپیدا کېدو وروسته په تېرو درې کلونو کې افغان سوداګرو ایران ته مخه کړې چې له دې لارې له نړۍ سره سوداګري پراخه شوې ده.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي وو چې،  تهران هڅه کوي په ایران کې افغان سوداګرو او د کاري فرصتونو رامنځته کوونکو ته د لویو پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.