له تاجکستان سره مو اړیکې د پراختیا په حال کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i153786-له_تاجکستان_سره_مو_اړیکې_د_پراختیا_په_حال_کې_دي
د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي چې، له تاجکستان سره د سرپرست حکومت سیاسي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي او د دواړو لورو د استازو ترمنځ لیدنې هم زیاتې شوې دي.
(last modified 2024-11-01T07:46:00+00:00 )
Nov 01, 2024 12:12 Asia/Kabul
  • له تاجکستان سره مو اړیکې د پراختیا په حال کې دي

د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي چې، له تاجکستان سره د سرپرست حکومت سیاسي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي او د دواړو لورو د استازو ترمنځ لیدنې هم زیاتې شوې دي.

نوموړي د خصوصي پوهنتونونو له ځینو چارواکو سره په لیدنه کې دغه راز ویلي چې، سرپرست حکومت د پوهې او زده کړو ملاتړی دی او دیني او عصري علومو ته ارزښت ورکوي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان ساتنه او له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع د ټولو افغانانو مسئولیت دی او د دې مسئولیت د ترسره کولو لپاره باید په هېواد کې ځوانان د ننني عصر زده کړې وکړي.

د سرپرست حکومت دغه چارواکي د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې ویلي چې، سره له دې چې سرپرست حکومت له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي ستونزې لري، خو له هغوی سره د سوداګرۍ لپاره د افغانستان ټول سوداګریز بندرونه پرانیستي دي.